بدخشان کې ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

ارشیف، د بدخشان فیض‌اباد ښار یوه څنډه

په بدخشان کې د یوې کورنۍ ۷ غړي ترافیکي پېښه کې ووژل شول.

په راپورونو کې راغلي، پېښه پرون د کوکچې سیند ته د همدغې کورنۍ د موټر د لوېدو له کبله رامنځته شوې.

د دې ډول پېښو لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل کېږي.

له دې وړاندې هم تر ډېره د ژمي پر مهال کوکچې سیند ته موټر لوېدلي دي.

افغانستان چې ډېر سړکونه‌یې معیاري نه‌دي، له جګړې وروسته په‌کې د ترافیکي پېښو له کبله ډېر کسان وژل کېږي.