ځينې هېوادونه د "کوېډ١٩" د خپرېدو مخنیوي لپاره نور محدودیتونه لګوي

جرمني کې د کرونا ويروس له امله لګول شوي محدودیتونو يو انځور

په داسې حال کې چې د امریکا متحد ایالتونه د کرونا ضد واکسین لګولو ته ځان چمتو کوي، نورو هېوادونو د دې ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره نور محدودیتونه ولګول.

د چین په شمالي ښار دانګ نینګ کې چې د روسیې پر پوله پروت دی، د جګړې د وخت تر حده سخت محدودیتونه لګول شوي، ځکه په دغه ښار کې په کرونا ویروس د یوه کس د اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی.

بلخوا په جاپان کې، چې په یوه ورځ په کرونا ویروس د زیاتو کسانو د اخته کېدو تازه ریکارډ ثبت شو، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې یوې ډلې وړاندیز وکړ، چې حکومت دې سخت محدودیتونه ولګوي.

په جرمني کې بیا صدراعظمې انګیلا میرکل وړاندیز کړی، چې سبا دې پر شدیدو محدودیتونو خبرې وشي.

جرمني له یوه میاشتې راهیسې یو لړ بندیزونه او محدودیتونه لګولي، خو چارواکي پيشنهاد کوي، چې د ژمي د رخصتیو پر مهال دې دغه محدودیتونه لا سخت شي.