د اسلام کلا ګمرک نوى رييس: فساد سره کلکه مبارزه کوو

آرشیف

د هرات ولایت د اسلام کلا ګمرک نوی ریيس د ملي عوایدو له لارې د افغانستان د ځان بساينې او د هرات په ګمرک کې له فساد سره په کلکې مبارزه ټینګار کوي.

محمد یونس رهنورد تر معرفي کېدو وروسته نن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د ځان بسیاینې او عوایدو لوړېدو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي وویل، چې له فساد سره مبارزه به د دوي د کارونو لومړیتوب وي.

تردې وړاندې د هرات والي سید وحید قتالي ویلي وو، چې د هرات د ګمرک ۹۰ سلنه عواید د مافیايي کړیو لاس ته ورځي.

خو د افغانستان د مالیې وزارت تازه ژمنه کړې، چې د نویو ریسانو په ګمارلو سره هڅه کوي چې په ګمرکونو د فساد جدي مخنیوی وکړي.