چارواکي: کندهار کې د دولت لسګونه مخالف وسله وال وژل شوي

افغان ځواکونه په کندهار کې د عملیاتو پر مهال

د کندهار د والي ویاند ادعا کوي چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د دولت په لسګونو مخالف وسله وال وژل شوي دي.

احمد بهیر احمدي نن رسنیو ته وویل، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د شویو پوځي عملیاتو په نتیجه کې د وژل شویو په ډله کې د طالبانو مهم قوماندان هم شامل دي.

هغه زياتوي: "دغه عملیات د کندهار په پنځو ولسوالیو: پنجوايي، میوند، ډنډ، ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې شوي، چې پر مهال یې احسان اله شبکه احسان، ملا نور محمد شبکه حبین، ملا تاج محمد شبکه تاجیبي، ملا سید محمد شبکه حقاني او ملا نصیب اله شبکه د زبیر په نوم د مشهورو قوماندانانو په شمول ۱۱۹ وسلوال مخالفان وژل شوي دي."

د والي ویاند وايي، په دغو عملیاتو کې ۲۹ تنه نور وسله وال سخت ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې وه، چې په ژړۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې لس ملکیان وژل شوي، خو تېر ماښام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سني لګیت د ملکي تلفاتو خبر رد کړی و.