د امریکا سترې محکمې په ټکساس کې د ډونالډ ټرمپ دعوه رد کړه

ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو سترې محکمې هغه قضایي دعوه چې د ټکساس ایالت کړې وه او ولسمشر ټرمپ یې ملاتړ کړی و، رد کړه.

په دې دعوه کې غوښتل شوې وه، چې د امریکا په څلورو ایالتونو کې د نومبر د دریمې نېټې د انتخاباتو نتیجې چې جوبایډن ګټلې دي، لغوه شي.

سترې محکمې پرون څرګنده کړه، چې دا قانوني مصلحت نه دی چې ټکساس د نورو ایالتونو په انتخاباتي چارو کې مداخله وکړي.

دې څلورو ایالتونو، پنسلوانیا، جورجیا، میشګان او ویسکانسن مخکې لا له سترې محکمې غوښتې وو چې دا قضیه رد کړي.

د نږدې شلو نورو ایالتونو لوی څارنوالانو هم له سترې محکمې ورته غوښتنه کړې وه