دوحه کې د بین الافغاني خبرو مرکچي پلاويو ٢٠ ورځنۍ رخصتي پيل کړه

قطر کې د سولې بين الافغاني خبرو پرانیستغونډې يو انځور - آرشیف

د افغانستان د دولت او طالبانو د خبرو له پيل نن پوره درې میاشتې ووتلې.

دوی د سپټمبر په دولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې پيل کړې او په دریو میاشتو کې یې له ډېر تاویل ما ویل وروسته ایله د خبرو په اجنډا سلا وکړه.

اوس د تازه راپورونو په اساس دواړه مرکچي ټیمونه د شلو ورځو لپاره په رخصتۍ تللي.

په خبرو کې د شل ورځنۍ دمې راتلو مسله هم د افغان دولت د مرکچي ټیم یوه غړي او هم د ملي مصالحې د عالي شورا یوه غړي ازادي راډیو ته تایید کړې.

دغو دواړو افغان چارواکو ټینګار وکړ چې د دوی نوم د موضوع د حساسیت په خاطر وانخیستل شي.

لا تر اوسه رسماً نه افغان دولت او نه هم طالبانو په خبرو کې د شل ورځنۍ دمې راتلو په اړه څه نه دي ویلی.