سیمه ییز چارواکي: د دهراوود ولسوالۍ بازار کې جګړه روانه ده

آرشیف

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې وسله وال طالبان یو وار بیا د دهراوود ولسوالۍ بازار ته دننه شوي او جګړه روانه ده.

د والي ویاند احمد شاه ساحل بېګاه ناوخته ازادي راډیو ته وویل په جګړه کې د ملي اردو دوه سرتېري او درې پولیس ټپیان شوي.

هغه ټينګار وکړ، چې دولتي ودانۍ د افغان ځواکونو په لاس کې دي.

په سیمه کې د ملي اردو د کمانډو ځواکونو قومندان کبیر خان ازادي راډیو ته وویل چې افغان پوځیانو ۱۵ طالبان وژلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.