"جو بایډن" او د هغه لومړۍ مرستیاله د کال شخصیتونه اعلان شول

جو بایډن او د هغه لومړۍ مرستیاله کملا هاریس

د ټایم مجلې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن او د هغه لومړۍ مرستیاله کملا هاریس په ګډه د کال د شخصیتونو په توګه اعلان کړي.

د ټایم مجلې مسول مدیر ویلي، ددې لپاره چې وښيي، د پیوستون ځواک د غوسې او ویش پرتله بهتر او ارزښتمن دی، د ټایم مجله بایډن او هاریس سږکال د کال د شخصیت په توګه نوموي.

ښاغلی بایډن او اغلې هاریس، د دې نومونې لپاره د هغو کاندید شویو کسانو له لیست انتخاب شوي چې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوم هم په کې و.

تېر کال د چاپیریال ساتنې فعالې ګریټا نونبرګ ته د ټایم مجلې د کال د شخصیت نوم ورکړی و.