افغانستان او ایران د 'خواف –هرات' ريل پټلۍ په رسمي ډول پرانېسته

ولسمشر غني وویل د ریل پټلۍ دا پرانېسته به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي. 

د افغانستان او ایران ترمنځ د خواف-هرات ترمنځ د اوسپنۍ پټلۍ نن (پنجشنبه د لېندۍ ۲۰مه) د افغانستان او ایران دواړو هېوادونو د جمهور رئیسانو له خوا په انلاین ډول رسماً پرانېستل شوه.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، دا ورځ د دواړو هېوادونو لپاره یوه تاریخي ورځ یاده کړه ویې ویل چې دا پرانېسته به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

ښاغلي غني وویل، افغانستان له ایران سره د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ ژورې فرهنکي او ټولنیزې اړیکې هم لري: "په داسې حال کې چې کرونا ویروس په دواړو هېوادنو کې خپور دی، د دې پروژې تکمېلیدل د دې ښکارندوني کوي چې دواړه هېوادونه یو بل ته د ملي ارادو په تمثیل کې مهم رول لري. هغه برخو چې د دې پروژې په بشپړېدا کې زیار ایستی، د دې سترې پروژې طراحان دي."

د معلوماتو له مخې، هرکال به پردغې ريل پټلۍ شااوخوا يو ميليون مسافر تګ راتګ وکړي او د لس ميليونه ټنه خوراکي توکو راکړه ورکړه به هم پرې وشي.

د ريل ياده پټلۍ په څلورو برخو کې جوړيږي چې دوه برخې يې د افغانستان او دوه نور يې هم د ايران په خاروه کې دي.

د يادې ريل پټلۍ د تړون له مخې، ايران د دغې ريل پټلۍ درې برخې جوړې کړي او يوه برخه يې چې ٨٥ کيلومټره کېږي، د افغانستان حکومت يې بايد جوړ کړي.

د يادونې وړ ده چې دغه ريل پټلۍ ٢٢٥ کيلو مټره اوږدوالى لري چې ٦٢ کيلومټره د افغانستان په خاوره کې دننه دى چې ٧٥ ميليونه ډالره لګښت پرې شوى او د ايران هېواد له لوري ورکول شوى دى.

د دې ریل پټلۍ څلورمه برخه چې افغانستان یې باید جوړ کړي د ایټالیا هېواد له خوا د لګښت ژمنه شوې ده.

د ریل دغه پتلۍ افغانستان، د ایران، ترکیې له لارې له اروپا سره نښلوي.

افغان جمهور رئیس وویل، په افغانستان کې دننه هم د ولایتونو د نښلولو لپاره د ریل پتلۍ د جوړېدو طرحه هم تر کار لاندې ده.

حسن روحاني هم دا ورځ د افغانانو او ایرانیانو لپاره ډېره مهم او ارزښت لرونکې یاده کړه

د نوموړي په خبره، له شیرخان بندر بیا کندز، مزار او هرات ته به د شاخوا زر کیلومتره په اوږدوالي کې د ریل پټلۍ د جوړېدو طرحه جوړه شي.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم دا ورځ د افغانانو او ایرانیانو لپاره ډېره مهم او ارزښت لرونکې یاده کړه او ویې ویل، دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو د پراختیا لپاره هڅه کوي.

هرکال به پردغې ريل پټلۍ شااوخوا يو ميليون مسافر تګ راتګ وکړي

ښاغلي روحاني زیاته کړه: "موږ نن یو برخلیک لرو، د سیمې امنیت، ثبات او پرمختګ د دواړو هېوادونو د ښه اړیکو سره نښتی دی، د افغانستان پرمختګ زموږ پرمختګ دی د افغانستان امنیت زموږ امنیت دی او په افغانستان کې ثبات په ایران کې ثبات دی او په ایران کې ثبات د ټولې سیمې ثبات دی."

د ایران جمهور رئیس غوښتنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د راتلونکو اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو لپاره یو ګډ کمېسیون جوړ شي. د افغانستان جمهور رئیس هم د دې کمېسیون په ژر جوړېډو ټینګار وکړ.