اشرف غني: پر ملالې میوند د برید عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، پر خبریالانو بریدونه د بیان ازادي چې په خبره‌یې په ډېرو قربانیو ترلاسه شوې، نه‌شي غلې کولای.

ښاغلي غني په یوې خبرپاڼه کې په جلال‌اباد کې پر خبریالې ملالې میوند برید "وحشیانه" بللی او اړوندو ادارو ته‌یې ویلي چې عاملین‌یې په نښه او د قانون منګولو ته‌یې وسپاري.

ملاله میوند چې د انعکاس خصوصي راډیو ټلوېزیون خبریاله وه، نن سهار له خپل موټر چلوونکي سره دندې ته پر لار ووژل شوه.

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینۍ سره نن سهار اووه بجې او ۱۰ دقیقې د انعکاس ټلوېزیون خبریاله او مدني فعاله ملاله میوند چې د جلال‌اباد له درېیمې ناحیې څخه له خپل کوره د دندې پر لور تلله، له خپل موټر چلوونکي سره یوځای د ناپېژندو کسانو له لوري په ډزو سره په شهادت رسول شوې ده."

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.

نوموړې داسې مهال وژل کېږي چې نږدې یوه میاشت مخکې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې په یوه هدفي حمله کې ووژل شو چې عاملان‌یې تر اوسه نه‌دي معلوم.