د جوبایډن له زوی له مالیې څخه د احتمالي سرغړونو په خاطر تحقیقات کېږي

جوبایډن او زوی یې هنټر بایډن

د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن زوی هنټر پرون وویل چې له ده له مالیې څخه د احتمالي سرغړونو په خاطر تحقیقات کېږي.

دا مسئله ښایي د راتلونکې ادارې لپاره پر یوې سیاسي موضوع بدله شي.

د هغې اعلامیې له مخې چې هنټر د پلار د ولسمشرۍ انتقالي ټیم خپره کړې، نوموړي ویلي چې فدرالي څارنوالان د ده د مالي چارو په اړه پلټنه کوي.

هنټر ویلي چې دی ډاډه دی چې په دې اړه مسلکي او بې‌پرې څېړنه به وښیي چې ده له قانون او مقرراتو سره سم خپلې مالي چارې سمبالې کړې دي.

د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې کمپاینونو کې پر بایدڼ ډېر انتقاد په تېره بیا له اوکراین او چین سره د هغه د زوی د سوداګریزو اړیکو له اړخه و.