د کرونا ویروس ضد واکسین پر ارزوونکې اروپايي ادارې سایبري حمله شوې

د کرونا ویروس واکسین

د اروپايي ټولنې هغې ادارې چې د کرونا ویروس پر ضد واکسین ارزوي، وايي له سایبري حملې سره مخامخ شوې.

امسټرډام مېشتې د اروپايي درملو اژانس په داسې حال کې د دې سایبري حملې راپور ورکړی چې اروپايي هېوادونه په ډېره لېوالتیا واکسینو ته سترګې په لاره دي.

په دغو هېوادونو کې یو جرمني هم دی چې صدراعظمه انګلا مېرکل غواړي د کرونا ویروس د دوهمې څپې پر ضد نور سخت اقدامات وکړي.

خو د جرمني بایوټيک او د امریکا فایزر د درملو شرکتونو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوی ځیني اسنادو ته په غیر قانوني توګه لاسرسی موندل شوی دی.

دا حمله وروسته له هغه کېږي چې بریتانيا په جولای میاشت کې له کرملېن سره اړوند سایبري مجرمین تورن کړل چې د کرونا ویروس د واکسین پر تحقیق کوونکو لابراتوارونو سایبري حملې کوي.

یوې امریکايي ورځپاڼې هم راپور ورکړی وو چې هکرانو د واکسینو پر ګڼو شرکتونو د حملو هڅې کړې وې.