د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ نن رسماً پرانیستل کېږي

د هرات-خواف رېل پټلۍ

د هرات-خواف ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ نن رسماً افتتاح کېږي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پرون ماخوستن ازادي راډيو ته وویل چې ټاکل شوې ده د افتتاح مراسم په هرات ښار کې جوړ شي او د دواړو هېوادونو ولسمشران په‌کې په مجازي توګه ګډون وکړي.

ښاغلی فرهاد زیاتوي: "مېلمنو ته لازمې اسانتیاوې ورکړل شوي، امنیتي تدابیر نیول شوي. مراسم به ډېر په ښه توګه ترسره شي او په همدې حال کې به د دواړو هېوادونو ولسمشران له کابل او تهرانه د وېډيو کنفرانس له لارې په دغو مراسمو کې وینا وکړي."

د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ لومړۍ ازمایښتي محموله چې ۵۰۰ ټُنه سمنټ وو، تېره اوونۍ هرات ته ورسېده.

چارواکي وايي چې د دې پټلۍ افتتاح به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو بنیادي تغییر رامنځته کړي.