د خبریالانو د ساتنې کمېټه: ایران دې د خبریالانو زنداني کول ودروي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د خبریالانو د ساتنې کمېټې "سي.پي.جی" له ایرانه غوښتي چې د خبریالانو زنداني کول ودروي.

د خبریالانو د ملاتړ دغې نړیوالې ادارې دا غوښتنه پرون د سې شنبې (د لېندۍ ۱۸مه) په ورځ په یوې اعلامیه کې وروسته له هغه وکړه چې ایران ۷۲ کلن خبریال کیوان صمیمي د تېرکال مظاهرو د پوښښ له کبله په درې کاله بند محکوم کړ.

په دغې کمېټه کې د منځني ختیځ او د افریقا د شمال د پروګرامونو لپاره همغږي کوونکي شریف منصور ویلي، د ۷۲ کلن خبریال زنداني کول دا ښيي چې د ایران قضایي او عدلي سیسټم د رسنیو پر وړاندې څومره سپکونکی دی.

ده ویلي، صمیمي او نور هغه خبریالان باید ژر تر ژره خوشې شي چې د خبري پوښښ په جرم زنداني دي.