امریکا: تمه لرو افغان حکومت د روڼتیالپاره خپلې ژمنې عملي کړي

د سفارت شارژدافیر راس ویلسن

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، هېواد یې تمه لري چې افغان حکومت د روڼتیا او حساب ورکونې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په څو ټویټونو کې ویلي چې دا کار له فساد سره د معنا لرونکې او پام وړ مبارزې له لارې شونی دی.

ویلسن ویلي، حکومت باید د زورواکو بښل پای ته ورسوي او هغوی ته دا په ډاګه کړي چې د دغو جرمونو په بدل کې به سزا ویني.

ویلسن ویلي، له فساد سره معنالرونکې مبارزه به د عامو کسانو ملاتړ پراخ، افغانستان به پیاوړی او له دې هېواد سره به د نړیوالې ټولنې مرستې باوري کړي.

نوموړي دغه خبرې له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

افغانستان له هڅو سره-سره لا هم د نړۍ د لسو هغو هېوادونو له ډلې دی چې فساد په کې زیات دی.