جوبایډن د امریکا متقاعد جنرال "لویډ اسټن" دفاع وزارت ته ونوماوه 

جنرال لویډ اسټن

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن متقاعد جنرال لویډ اسټن دفاع وزارت ته ونوماوه.

اسټن د عراق او افغانستان په جګړه کې دنده ترسره کړې او که نوموړی د سنا جرګې له خوا تایید شو لومړی افریقايي – امریکایي توکمی به وي چې د امریکا د دفاع وزیر په توګه به دنده ترسره کوي.

منتخب ولسمشر بایډن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې جنرال اسټین د خدمت پر مهال هم په سپینه ماڼۍ او هم له امریکايي ځواکونو سره په بهر کې خپله بې مثاله رهبري او شخصیت ښکاره کړی.

۶۷ کلن لویډ اسټن په ویسټ پواینټ کې د امریکا په پوځي اکاډمۍ کې زده کړې کړي او ۴۱ کاله په پوځ کې پاتې شوی دی.

هغه په ۲۰۱۲م کال کې لومړنی تور پوستې و چې د پوځ مرستیال مشر وټاکل شو او بیا په ۲۰۱۶م کال کې تر تقاعد یې وړاندې د امریکا د مرکزي قومندې/ کمانډ مشري کوله.

منتخب ولسشمر جو بایډن به د جنورۍ پر ۲۰مه د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

هغه تر فشار لاندی دی چی د خپلې کابینې لپاره لا زیات غړي له اقلیتونو وټاکي.