جوبایډن د څلورو ستورو لرونکی جنرال "لويډ آسټن" دفاع وزارت ته نوموي

جنرال لويډ آسټن

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن په پام کې لري، چې د پوځ یو څلور ستاره یې متقاعد جنرال لوید آسټن د دې هېواد د دفاع وزارت ته ونوموي.

دا خبر امریکایې رسنیو خپور کړی دی.

که چېرې دا ټاکڼه تایید شي، جنرال آسټن به د امریکا لومړنی تورپوستی دفاع وزیر وي.

نوموړي د افغانستان او عراق په جګړو کې ګډون درلود.

۶۷ کلن آسټن په ویسټ پاینټ کې د امریکا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوی او ۴۱ کاله یې په پوځ کې کار کړی دی.

نوموړي په ۲۰۱۲م کال کې د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې د لومړني تورپوستې مرستیال په توګه دنده ترسره کړې او وروسته یې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشري کړې ده.

دی په ۲۰۱۶ کال کې تقاعد شو.

د امریکا دفاع وزارت ته د جنرال آسټن نوماندي باید د سنا لخوا تایید شي.

دغه پوځي افسر ښایې د سنا د هغو استازو له مخالفت سره مخامخ شي چې د پنټاګون په ملکي رهبرۍ باوري دي.

جو بایډن چې د جنورۍ پر شلمه به د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه پرځای کړي، تر فشارونو لاندې دی چې په خپله کابینه کې لا ډېرو اقلیتونو ته ځای ورکړي.