د کونړ ځینې خلک د مناګي برښنا بند پر نیمګړو چارو نیوکه کوي

کونړ کې د مناګي د بريښنا بند یوه څنډه

کونړ کې د مناګي د برښنا بند په اړه د دولت نیمګړې ژمنو او پرې شوي بې کیفیته کار خلک مایوسه کړي.

اوه کاله مخکې وټه پور ولسوالۍ کې د پیچ درې پر سیند د برښنا د بند د جوړولو کار پیل شو، هغه وخت چارواکو ژمنه وکړه چې څلورو کلونو کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي، او شااوخوا ۷۰۰۰ کورونه به یې په برښنا رڼا شي، خو د کلونو په تېرېدو هم نه د مناګي بند جوړ شو او نه ترې په برښنا د چا کور روښانه شو.

د وټه پور ولسوالۍ یو اوسېدونکی امان الله وايي، پر دې بند روانو ځنډنیو او بې کیفیته کارونو خلک نهیلي کړې دي.

د کونړ چارواکي، په بند او برښنا کوټ کې شته ستونزې مني خو وايي، شرکت اړ دی چې د قرارداد سره سم خپل کارونه ترسره کړي.

والي محمد اقبال سعید ازادي رادیو ته وویل: "بند تکمیل شوی دی، شرکت مکلف دی چې موږ ته هغومره برق په عمل کې راکړي چې کوم په قرار داد کې دی، شرکت اړ دی چې نواقص رفع کړي، څو يې چې نېمګړتیاوې نه وې پوره کړې تر هغه د تضمین پیسې نه ورکول کېږي، کوم شیان چې وران دي ،هغه به جوړوي له هغه وروسته به برښنا کوټ پروژه موږ تسلیموو."

کونړ چې د څپاند سیند او پریمانه اوبه لري، د برښنا د تولید د بندونو د جوړيدو لپاره مناسب ګڼل کېږي، چې نه یوازې د کونړ د خلکو بلکې د افغانستان د نورو ولایتونو د خلکو هیلې هم ورسره تړلې دي.

د مناګي بند چې نهه اعشاریه اته میلیونه ډالر ورته ځانګړې شوې، له کونړ سیند د یو کمې برښنا د ترلاسه کېدو لپاره د خلکو هېله وه، خو پرې شوي نیم نیمګړي کار د خلکو دا هېله هم په نهیلۍ بدله کړې ده.