"د فساد کچې کمښت برخه کې افغان حکومت د پام وړ لاسته راوړنې نه لري"

آرشیف

‎نن د ډسمبر نهمه له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

‎افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې پراخ فساد په کې دی.

‎سږ کال له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په درشل کې په افغانستان کې یوې ورځپاڼې او مسوول مدیر یې د روڼتیا نړیوال سازمان له لوري د فساد سره د مبارزې جایزه ترلاسه کړه.

‎ دا سړی ذکي دریابي دی او ورځپاڼه يې اطلاعات روز نومېږي چې د روڼتیا څار نړیوال سازمان د 2020کال جایزه یې خپله کړې ده.

‎د اطلاعات روز ورځپاڼې مسوولین وايي، چې له 40 زیات څېړنیز راپورونه یې د حکومتولۍ، د کانکور ازموینې سهمیه بندۍ، په دولتي ادارو کې د فساد او ېیلابېلو نورو موضوعاتو په تړاو خپاره کړي، چې د دوی په خبره ‌‌‌‌‌‌ډېری یې د فساد او د قانون ماتونې په اړه دي.

‎د اطلاعات روز ورځپاڼې د لیکوالو د ډلې مشر جاوېد مالکي په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "تېر کال مو د ۹۱ ک‌‌‌‌‌‌ډ په اړه راپور خپور کړ، دغه راپور ښودل چې له یاد ک‌‌‌‌‌‌ډ نه هغه څه چې ورته تعریف سوي د هغه خلاف د ولسمشر او اجراییه رییس له لوري نا سمه ګټه اخیستل شوې وه او دا یو ‌‌‌‌‌‌ډول فساد و، همدارنګه موږ له یو خصوصي شرکت سره د جنراتورونو د جوړولو په برخه کې د دفاع وزارت د یوې هوکړې په اړه راپور خپور کړ چې ميليونونه افغانۍ په کې حیف و میل شوې وې."

‎ښاغلی مالکي اطلاعاتو ته نه لاسرسی، امنیتي او حکومتي ګواښونه او د څېړنیزو راپورونو موندنو ته ارزښت نه ورکول ددوی د کار وړاندې سترې ستونزې بولي.

‎د اطلاعاتو روز ورځپاڼې مسوول مدیر ذکي دریابي چې دغه جایزه یې ګټلې وايي: "ډېری داسې نور راپورنه هم وه چې د هغو د خپرولو په برخه کې زموږ همکاران اندېښمن وه او وېرېدل، په فیزیکي او رواني توګه تل تر نفوذ او فشار لاندې وه، تل د څېړنیزو راپورونو په برخه کې کارکول هغه هم په داسې هېواد کې چې د خبریالانو او اوسېدونکو لپاره یې وژونکي ګواښونه په کې زیات دي، وېره زیاته وېره پیدا کوي."

‎د فساد پېښو رابرسېره کولو او ترې پرده پورته کول یوازې اطلاعات روز ورځپاڼې نه دي کړي، بلکې ‌‌‌‌‌‌ډېريو نورو رسنیو هم په دې اړه راپورونه خپاره کړي دي.

‎ پژواک خبري اژانس هم څو موده مخکې پاکستان ته دمصنوعي ساه اخیستنې ۳۲ دستګاوو د قاچاق او د امریکا په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې د یو دېوال د جوړولو په برخه کې د فساد په اړه راپورونه خپاره کړل.

‎د دغه خبري اژانس مشر دانش کړوخېل ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې یوازې په روان کال کې دوی ۴۴ څېړنیز راپورونه خپاره کړي دي، چې ‌‌‌‌‌‌ډېری یې په ګمرکونو او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د فساد په اړه و.

هغه زياتوي: "په افغانستان کې په داسې حال کې چې موږ او تاسو له نا امنیو او ستونزو سره مخ یو، د دغو څېړنیزو راپورونو خپرولو هم ګواښونې رامنځته کړي، په ولایتونو کې یې زموږ خبریالانو ته زیاتې ستونزې جوړې کړي دي."

‎په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مشر اکرام افضلي وايي، چې افغان حکومت د فساد کچې د راټیټولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.

سید اکرام افضلي

‎د نوموړي په خبره، حکومت باید له فساد سره مبارزه خپل لومړیتوب وګرځوي.

نوموړي وويل: ""‎هغه پیسې چې د افغانستان د خلکو په نوم ښکته پورته کېږي، د دې لپاره چې فساد شته په سمه توګه نه لګول کېږي، د پروژو کیفت ټیټ دی، چې بالاخره د نړیوالو مرستو ګټه یوازې یو څو کسانو او ‌‌‌‌‌‌ډلو ته رسېږي."

‎بلخوا له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون وایي چې د فساد پېښې به په هر اړخیزه ډول وڅېړل شي.

‎د دغه کمېسیون مشر عبدالقیوم نظامي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وويل، چې دغه کمېسیون د قانون په چوکاټ کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې له رسنیو سره هر ‌‌‌‌‌‌ډول همکارۍ ته چمتودی.

نظامي وويل: "د افغانستان په ټولو قوانینو کې د اطلاع ورکونې او اطلاع ورکوونکي او هغه کسان چې د معلوماتو په خپرواوي کې ونډه لري، د دوی د خوندیتوب په برخه کې د لازمو تدابیرو په اړه ویل شوي دي."

‎د فساد په اړه د راپورونو خپرولو تل غبرګونونه راپارولي دی.

‎که څه هم په ځینې مسایلو کې یې ورته پام نه دی شوی خو په ځینو کې یې بیا د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي دي.

‎د چارو پوهان خبرداری ورکوي، که حکومت دغو ‌‌‌‌‌‌ راپورونو او له فساد سره د مبارزې د برخې د فعالینو کار ته ارزښت ورنه کړي، له دغه هېواده به په اسانۍ د فساد ټغر راټول ناشونی وي.