پاکستان د کندهار له چمنه تر سپین بولدکه رېل پټلۍجوړوي

آرشیف

د پاکستان حکومت غواړي چې د کندهار له چمن څخه تر سپین بولدک پورې رېل پټلۍجوړه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا د سوداګریزو مالونو د لېږد لپاره مهم ګام یاد کړ.

د پاکستان د رېل لارو وزیر شیخ رشید احمد پرون خبریالانو ته ویلي، چې په لومړي پړاو کې به پاکستان له چمن څخه تر سپین بولدک پورې ۱۱ کیلومتره پټلۍ کېږدي.

افغان چارواکي وایي، د دې پروژې سروې بشپړه شوې او اوس یې د عملي کار د پیلېدو هڅه کېږي.

د پاکستان نه افغانستان ته د رېل پټلۍ د غځولو خبره داسې مهال کېږي، چې ترکمنستان خپله رېل لار د افغانستان تر اقینې بندر پورې رسولې او ازبکستان له مزارشریف ښار سره په ریل وصل شوی دی.

ټاکل شوې چېپه لنډه موده کې به د ایران رېل لار هم د هرات تر هوايي ډګره پورې ورسېږي.

تېره اوونۍ له ایران څخه لومړنی رېل ګاډی، چې ۴۰۰ ټنه سمینټ پکې بار وو، هرات ولایت ته راغی.

پاکستان په ۲۰۰۴ م کال هم ویلي و چې تر کندهار ښار پورې به رېل لار وغځوي.

دغه هېواد دغه شان ویلي و چې له پېښور تر جلال اباد پورې به هم رېل لار جوړه کړي.

افغان چارواکي وايي، که چیرې سوله او امنیت ټینګ شي افغانستان به د رېل لارو په وسیله جنوبي او منځنۍ اسیا سره ونښلول شي.

دغه شان ایران به هم له منځنۍ اسیا او چین سره وصل کړي.