ډیپلومات: په افغانستان کې د روسیې هدف څه دی؟

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې په افغانستان کې د روسیې د رول په اړه یو مطلب خپور کړی او دا سرلیک‌یې ورکړی دی، "په افغانستان کې د روسیې هدف څه دی؟".

په مطلب کې راغلي، مسکو د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې له فعالیتونو وېره لري او د لیکوال په باور د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په زغرده ویلي، داعش غواړي له دغه ځایه منځنۍ اسیا ته خپل فعالیت وغځوي.

وړاندې په مطلب کې لولو، د روسیې دا وېره وروسته له هغې باوري شوه چې د امریکا تلونکي ولسمشر ډونالد ټرمپ افغانستان کې تر راتلونکې جنورۍ میاشتې پورې دوه نیم زرو ته د خپلو سرتېرو د راکمولو خبره وکړه.

په مطلب کې دغه‌راز راغلي، ځینو نښو نښانو ته په پام، د مسکو پر دریځ باید شک وشي، ځکه د لیکوال په باور، روسیه لېوالتیا لري چې په جنوب کې د خپل بهرني سیاست اهداف همداسې با ثباته وساتي.

ډيپلومات لیکي، د افغانستان په شمال کې د نړیوالو ترهګرو د فعالیت په اړه د روسیې اندېښنې نوې نه‌دي، بلکې له دې وړاندې څو څو ځله روسي چارواکو ورته څرګندونې کړې دي.

د مطلب لیکوال ویلي، روسیه له دې اندېښنو دوه هدفه لري، لومړی دا چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتلو ته یو غبرګون وښيي او دوهم دا چې غواړي دې سیمه کې خپل نفوذ وساتي.

مطلب کې راغلي، روسیه دا مهال منځنۍ اسیا کې محدود حضور لري او هغه دا چې ځواکونه‌یې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې یوه پوځي اډه لري او قرغزستان کې دوه.

ډيپلومات د مطلب په پای کې د امریکا د پوځ او افغان حکومت د سرچینو په حواله لیکلي، روسیه له طالبانو سره هم ژورې اړیکې لري او په خبره‌یې مسکو د مرکزي اسیا له لارې طالبانو سره د وسلو او تېلو مرسته کوي چې له داعش سره وجنګېږي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان د لومړنۍ ښځینه جنرالې سهیلا صدیق پر مړینې یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي، شاوخوا ۸۰ کلنه سهیلا چې د جمعې په ورځ مړه شوه، د جراحۍ په څانګه کې هم مشهوره وه او نوموړې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او طالبانو د واکمنۍ پر مهال جراحي فعالیتونه کول.

د مېرمن صدیق یوه ډاکتر ویلي، نوموړې الزایمر ناروغي درلوده او وروستیو کې دوه ځله کرونا ویروس هم نیولې وه چې دوهم ځل‌یې ژوند ترې واخیست.

مطلب کې راغلي، سهیلا صدیق د سردار داوود خان په روغتون کې ساه ورکړه، چېرې چې دې کلونه کلونه د جګړې د ټپیانو درملنه کوله.

دغې مقاله کې ویل شوي چې مېرمن صدیق له خپلو خلکو سره مينه درلوده او په ورځو ورځو به ناروغانو سره د بوختیا په خاطر له روغتونه کور ته نه‌تله.