د پښتون ژغورنې غورځنګ: پښتانه وژل کېږي، خو حکومت‌یې پوښتنه نه‌کوي

کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اعتراضیه غونډه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي په بېلابېلو سیمو کې پښتانه وژل کېږي، خو د ده په خبره حکومت‌یې پوښتنه نه‌کوي.

منظور پښتین یکشنبه ماښام د پاکستان په کراچۍ ښار کې د لسګونه زره کسانو یوې غونډې ته دا خبرې وکړې.

د کراچۍ په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پاکستان پوځ یو وار بیا د پښتنو په خلاف د زورزیاتي په کارولو تورن کړ.

د پي ټي اېم دا غونډه په دې سربېره چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د کرونا په خاطر د لګېدلیو محدودیتونو په سبب اجازه نه‌وه ورکړل شوې، ترسره شوه.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم لویه غونډه یکشنبه ماښام د لسګونه زره خلکو په ګډون په سهارب ګوټ کې جوړه شوې وه.

منظور پښتین په خپلو خبرو کې بیا انتقاد وکړ چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې هدفي وژنې لا هم روانې دي او د مخنیوي لپاره‌یې د ده په خبره هېڅ کار نه‌کېږي.

منظور پښتین

ښاغلی پښتین زیاتوي: "په دې هدفي وژنو باندې دا ریاست خاموش ولې دی؟ هره هغه واقعه چې دوی په‌کې ښکېل نه‌وي هغه چې ډېره وړوکې هم وي د هغې لپاره بیا پوره عدالت موجود وي هر څه کوي او کله چې دوی په‌کې ښکېل وي هلته دوی خولې بندې کړي. معلومېږي چې دوی په دې وژنو کې ښکېل دي، بلکې ښکاره په‌کې لاس لري. چېرته دي هغه عدالتونه چې د انصاف خبره کوي؟"

نوموړي پر پښتنو غږ وکړ چې د ستونزو د هواري یوازنۍ حل‌لاره دا ده چې په خپل منځ کې یو بل ته لاس ورکړي او یووالی وکړي.

هغه وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ راتلونکې لویه غونډه به د روانې ډسمبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه په خیبر کې ترسره شي.

جلسې ته د ثنا اعجاز، محسن داوړ، علي وزیر او نورالله ترین په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر نورو مشرانو هم ویناوې وکړې.

ثنا اعجاز وویل چې په پاکستان کې د پښتنو د وطن امن له افغانستان سره او د افغانستان امن په پاکستان کې د پښتنو له سیمو سره تړلی دی.

د غورځنګ یوه بل مشر او د پارلمان غړي علي وزیر هم ټینګار وکړ چې پښتانه له افغانستان سره اړیکې او سوداګري غواړي او د پاکستان حکومت دې ټولې لارې ورته خلاصې کړي.

کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه

د پاکستان پوځ او حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د پرونۍ غونډې په تړاو څه تازه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د پاکستان حکومتي او پوځي مشرتابه په پیل کې له قبایلي سیمو د ماینونو د پاکولو او د ورکو خلکو د موندلو په څېر د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غوښتنې پر ځای بللې وې.

د غورځنګ د غونډو او نیوکو په زیاتېدو د پوځ او حکومت عکس‌العملونه هم زیات شول ان تر دې چې پي ټي اېم مشران د بهرنیو استخباراتي ادارو جاسوسان وبلل شول هغه تورونه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له‌خوا په کلکه رد شول.