په رومانیا کې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي

په رومانیا کې د ټاکنو د بهیر يو انځور

په رومانیا کې خلک په پارلماني ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره د رایو ورکولو مرکزونو ته روان دي.

دغه ټاکنې به دا معلوموي، چې ایا اروپا-پلوه لیبرال سیاستوال په قدرت کې پاتې شي که څنګه.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا وبا د مهارولو لپاره د دغو چارواکو پر اقداماتو انتقادونه شوي دي.

نن به په دغو ټاکنو کې د مشرانو جرګې ۱۳۶ او د ولسي جرګې ۳۲۹ غړي ټاکل کېږي.

نن به په دغو ټاکنو کې د مشرانو جرګې غړي او مرستیالان هم ټاکل کېږي.

په رومانیا کې د لیبرال ملي ګوند چې اقلیت دی، تېر کال وروسته له هغې واک ته ورسېد، چې د سوسیال ډیموکرات ګوند کابینه د اداري فساد تر رسوایۍ او عمومي اعتراضونو وروسته ړنګه شوه.