"طالبانو سره د سولې بريا په صورت کې د داعش په له منځه وړلو تمرکز کېږي"

حمد الله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، که چیرې له طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ شي، حکومت به د داعش ډلې په له منځه وړلو تمرکز وکړي.

طالبانو سره تر سولې وروسته به د حکومت تمرکز د داعش او د دغې ډلې له خوا پر نرمو اهدافو د بریدونو مخنیوی وي.

دا خبره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د فرانسې خبري اژانس سره مرکه کې کړې.

داعش د خراسان څانګې په ورستیو کې په افغانستان کې د یو لړ خونړیو او پېچلو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی.

په دې بریدونو کې یو پر کابل پوهنتون برید و چې شاوخوا پنځوسو محصلانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

همدا څو ورځې مخکې د داعش وسله والې ډلې د هغو راکټي بریدونو مسولیت هم ومانه چې د کابل ښار له منځه پر څو سیمو وتوغول شول.

تر دې مخکې دې ډلې په کابل کې پر یو تعلیمي مرکز د خونړي برید مسولیت هم منلی و.

دې پېښو په افغانستان کې د طالبانو سربېره د داعش د ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنې جدي کړي.

د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي محب له خولې ویلي، د داعش ډلې "وروستي بریدونه ډېر ورانونکي دي او خلکو کې یې زیاته ویره خپره کړې. "

محب زیاته کړې چې هڅه کوي دا ډله پر ښارونو له بریدونو منعه کړي خو د ده په وینا دوی له ډېرو ګواښونو سره مخ دي او سرچینې یې د بېلابېلو ګواښونو په وړاندې پر مبارزې بوختې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې په بحرین کې د هغه کانفرانس په څنډه کې کړې چې د ( منځني ختیځ د ستونزو حل) په نوم پرون شنبه جوړ شوی و.

ښاغلي محب دغه کانفرانس ته وینا هم درلوده.

نوموړي وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د وړتیا له کبله ځان بسیاینې ته نژدې شوي، خو په خبره یې یوازې له مالي پلوه په نړیوالو پورې تړلي.

هغه زياتوي: "همدا اوس چې زه خبرې کوم، ۹۶ فیصده پوځي عملیات له سره تر پایه زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ترسره کېږي، دوی استخباراتي معلومات ترلاسه کوي، بیا موضوعات ارزوي چې عملیات ترسره کړي او مجرمین عدالت ته راولي، دا وړوکی ګام نه دی، مونږ خپل پوځ له لاسه ورکړی و، خو اوس د قوې په استفادې کې خپلواکۍ ته نژدې شوي یو."

معلومه نه ده چې افغان دولت او طالبان به دوحه کې څه وخت سیاسي هوکړې ته سره ورسېږي، خو په ظاهره دغه هدف ته مزل اوږد ښکاري.

دواړه لوري د سولې د خبرو په لومړیتوبو، د نظام پر څرنګوالي او یوشمېر نورو مسلو بېلابېل نظرونه لري.

د داعش جنګیالیو په اړه هم د نظر اختلاف شته، حکومت وایي، طالبانو د دغې ډلې فعالیت ته زمینه برابره کړې، خو طالبان بیا حکومت تورنوي چې د داعش ملاتړ کوي.