محب: د زیات شمېر امریکایي سرتېرو وتل به افغان ځواکونه تر فشار لاندې راولي

ارشیف، یو شمېر افغان امنیتي ځواکونه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، له افغانستانه د زیات شمېر امریکایي سرتېرو وتل به افغان امنیتي ځواکونه تر فشار لاندې راولي.

حمداله محب د بحرین په پلازمېنه منامه کې د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د امریکایي سرتېرو ناببره کمېدل به زموږ وړتیاوې تر فشار لاندې راولي.

په وروستیو کې امریکايي چارواکو ویلي چې د جنورۍ تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي، خو پرون ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې کانګرس ښايي د دې کار مخه ونیسي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دغه راز وویل چې له طالبانو سره که د سولې خبرې بریالۍ شي دا به حکومت ته زمینه برابره کړي چې خپلې سرچینې د داعش پر وړاندې پر مبارزې متمرکزې کړي.