د طالبانو مشرتابه تېره شپه خلیلزاد سره پر وروستیو تحولاتو خبرې کړي

آرشیف

طالبان وايي، په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشرتابه تېره شپه د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن په ټویټر کې لیکلي، چې په دوحه کې له ښاغلي خلیلزاد سره د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر شیخ عبدالحکیم او نورو غړو هم کتلي دي.

د طالبانو سیاسي دفتر وايي، په دې کتنه کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د شوې موافقې پر اهمیت، د طالبانو د پاتې بندیانو پر خوشې کېدو او له تور لیست څخه د طالبانو د مشرانو غړو د نومونو پر لیرې کېدو هم بحث وشو.

د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي چې د سپټمبر له ۱۲مې په خبرو بوخت دي، تېره اوونۍ یې د اصلي مذاکرو پر کړنلار او مقدمې موافقه وکړه، چې ګڼو سازمانونو او هېوادونو یې هرکلی وکړ.