ټرمپ په جورجیا کې د ټاکنو په اړه نورې بې اساسې ادعاوې وکړې

ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جورجیا کې په یوه غونډه کې د تېرې میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه نورې بې اساسه ادعاوې وکړې.

غونډه د جمهوریپال ګوند د هغو سناتورانو له لوري ترتیب شوې وه چې د سنا جرګې په دوهم پړاو انتخاباتو کې ګډون کوي.

دا انتخابات به څرګنده کړي چې په سنا جرګه کې کوم ګوند اکثریت ترلاسه کوي.

ټرمپ چې تراوسه پورې یې خپله ماتې منلې نه ده، د نوومبر د درېمې نېټې د انتخاباتو پر مشروعیت شک څرګندوي او په پرونۍ غونډه کې یو وار بیا د انتخاباتو په اړه ادعاوې تکرار کړې.