د چاپیریال ساتنې اداره: هېواد کې شنه ساحه ۸۰ سلنې ته رسیدلې

ارشیف، جلال اباد کې د شنو بوټو د خرڅلاو ځای

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، ټول هېواد کې د څه باندې ۱۷ میلیونه نیالګیو په ایښودو شنه ساحه اتیا فیصدو ته رسیدلې ده.

د دغې ادارې د طبیعي ساحو د ساتنې مشر جلال ناصري تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل: تېر کال مو ولسمشر ته د دوه میلیونه نیالګیو د ایښودو طرحه وړاندې کړه، خو وروسته له نیکه مرغه په ټول هېواد کې څه باندې ۱۷ نیم میلیونه نیالګي کېښودل شول، دا له ټاکل شوي هدفه څو برابره زیاتوالی ښيي، له دې سره د هېواد شنه ساحه څه باندې اتیا فیصده شوې ده."

جلالي وایي، سږ کال هم پلان لري چې ټول هېواد کې ۲۵ میلیونه نیالګي کېږدي.

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې بیا شکایتونه دا وي چې د ایښودل شویو نیالګیو سمه پالنه نه کېږي.