په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ناببره کمښت مخه نیول شوې

ډونالډ ټرمپ

د امریکایۍ سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د استازو جرګې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغه اقدام مخه ونیوله، چې غوښتل یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ناببره کم کړي.

امریکايي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې د جنورۍ تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د دېره امریکايي پوځیانو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي.

خو د امریکا د ۲۰۲۱م کال د ملي دفاعي جواز قانون له مخې، د امریکايي پوځیانو د شمېر کمولو پرېکړه، د امریکا د نورو ادارو تصویب ته هم اړتیا لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۶م کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه، چې د امریکا پوځیان به د دغه هېواد تر ټولو له اوږدې جګړې وباسي.