ټرمپ جورجیا ته ځي او هلته به یې په ملاتر لاریون ترسره شي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر انتخاباتي کمپاین د جورجیا په ایالت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو پرضد پرون جمعه(د لېندۍ ۱۴مه) قضایي دعوه ثبت کړه.

ټاکل شوې ده چې نن په خپله ولسمشر ډونالډ ټرمپ جورجیا ته ولاړ شي او هلته یو لاریون هم د ټرمپ په ملاتړ ترسره شي.

د جورجیا په ایالت کې د نوومبر د درېیمې نېټې د انتخاباتو د اعلان شوېو نتیجو له مخې جو بایډن د دولس زره رایو په توپیر له ولسمشر ټرمپ څخه انتخابات ګټلې دي.