اوکراین: هغه چارواکي جریمه کېږي چې د خپل عاید په اړه ناسم معلومات ورکوي

د اوکراین د پارلمان ودانۍ

د اوکراین پارلمان د جمعې په ورځ رایې ورکړې چې هغه چارواکي به جریمه کېږي چې د خپل عاید په اړه ناسم معلومات ورکوي.

دا پرېکړه د اوکراین د سترې محکمې د یوه مخکیني حکم سره په ټکر کې ده.

د اوکراین د اساسي قانون محکمې په اکتوبر میاشت کې د اداري فساد پر وړاندې د قانون ځیني مادې لغوه کړې. پردې اقدام په غبرګون کې په اوکراین کې دننه او بهر انتقادونه وشول.

د سترې محکمې پریکړې له کېف سره د لویدیځو هېوادونو مالي مرستې او اروپايي ټولنې هېوادونو ته د اوکرایني وګړو د ویزې پرته تګ راتګ له خطر سره مخامخ کړ.

خو د پارلمان د اوسنۍ پریکړې له مخې به ټول لوړپوړي چارواکي په الکترونیکي توګه خپلې شتمنۍ راپور کوي.

پارلمان همدا راز یو قانون تصویب کړچې له مخې به یې د عاید په اړه ناسم معلومات یو جرم وي.

اوکراین له لسیزو راهیسي د اداري فساد له ستونزې سره مخامخ دی او همدې ستونزې د بهرنیو مرستو او اقتصادي ودې مخه نیولې.