نن د مصالحې شورا د مشرتابه کمېټه خپله لومړۍ غونډه جوړوي

ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، عکس تئزیني بڼه لري

ټاکل شوې ده نن شنبه (د لېندۍ ۱۵مه) د افغانستان د مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټه خپله لومړۍ غونډه جوړه کړي.

د دې غونډې مشري به ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله کوي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رسنیو چارو سلاکار مجیب الرحمان رحیمي د جمعې په ماښام (د ډسمبر په څلورمه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې د شنبې په ورځ د دغې شورا د مشرتابه کمېټه د مصالحې د عالي شورا یوه مهمه برخه ده او له وظایفو یوه یې د افغان دولت د مذاکراچي پلاوي مشري او لارښود دی.

د مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټې د کار پیل د کورنۍ اجماع او افغانستان د اسلامي جمهوري مذاکراچي پلاوي د ملاتړ لپاره پراخ مشروعیت ګڼل کیږي.

تردې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانو په یوه اعلامیه کې له افغان حکومته غوښتي وو چې د ملي مصالحې د عالي شورا غړي دې د عملي کار د پیل او سولې په روان بهیر کې د ګډون لپاره په چټکۍ سره مشخص کړي.

په همدې حال کې په کابل کې امریکا او بریتانیې سفارتونو د اروپايي ټولنې له اعلامیې ملاتړ کړی.