ګارډین: له ۲۰۰۱م راهیسې افغانستان کې ۵۰ خبریالان وژل شوي

نی وايي، په ۲۰۱۸ کال کې یوازې ۲۰ خبریال وژل شوي دي

  • ګارډین

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د خبریالانو د وژل کېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم، طالبان په داسې حال کې پر رسنیو حملې ردوي چې د افغانستان د تېرو دوو لسیزو په جګړه کې لسګونه خبریالان وژل شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي چې په هلمند کې د ازادي رادیو د خبریال الیاس داعي له وژل کېدو سره له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې ۵۰ خبریالان وژل شوي دي.

داعي د نوومبر په دوولسمه په لشکرګاه کې د هغه مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شو چې د ده په موټر پورې نښلول شوی و.

ګارډین د بشري حقونو د څار ډلې په قول کښلي چې الیاس داعي ته د مرګ بې شمېره خبرداري ورکړل شوي وو او ورته ویل شوي وو چې د طالبانو د پوځي عملیاتو په اړه راپور ورنه کړي.

د بشري حقونو د څارونکو د اسیا د برخې مشره پتریشا ګاسمن وايي، د داعي وژل کېدو د طالبانو له لوري پر رسنیو د حملو او ګواښونو د زیاتېدو د احتمال په باب اندېښنې ډېرې کړي دي.

د الیاس داعي تر وژل کېدو څو ورځې وړاندې د تلوېزیوني خپرونو یو پخوانی ویاند یما سیاوش په کابل کې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

ګارډین ورځپاڼې د طالبانو د قطر د دفتر د ویاند محمدنعیم په قول لیکلي چې دوی په خبریالانو باندې په حملو کې لاس نه لري.

د دې لیکنې په دوام کې راغلي، نعیم ویلي چې ډله یې د خبریالانو کار ته اهمیت ورکوي او حتي خبریالانو ته اجازه ورکوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې لېرې پرتو سیمو ته لاړ شي.

په ۲۰۰۱ میلادي کال د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته په افغانستان کې رسنیو او د بیان ازادي ډېر پرمختګ کړی دی.

د ګارډین ورځپاڼې پر اساس په وروستیو کلونو کې طالبان په منظم ډول له رسنیو سره په تماس کې دي او ویاندویان یې له خبریالانو سره غږېږي خو له دې سره- سره په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي رحمت الله امیري ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې که طالبان واک ته ورسېدل نو د بیان ازادي به له منځه یووړل شي.

ده ویلي، د طالبانو تر واک لاندې به هېڅ راز ازاد مطبوعات نه وي ځکه چې دا ډله سختدریځه ده او رسنۍ تر فشار لاندې راوړي.

  • ایروایشیا ریویو خپرونه

دې خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، په وروستیو ۱۹کلونو کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له پراخې پانګونې سره سره دا هېواد لا هم له سختو ننګونو سره مخامخ دی.

د دې نشریې له لیکنې سره سم، له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتو احتمال، اقتصادي بې ثباتۍ او د نړیوالو د مالي مرستو کمېدا سبب شوې چې افغانان بهرنیو هېوادونو ته مخه کړي.

ایروایشیا ریویو همدا راز کښلي، د بې روزګارۍ زیاتېدا، د جنايي جرمونو ډېرېدا او د ناامنیو زیاتېدا نور عوامل دي چې له کبله یې افغانان بهرنیو هېوادونو ته مهاجرت کوي.

د دې خپرونې پر اساس، اوس جرمني او هند چې له افغانستان سره یې ډېرې مرستې کړي، ژمنه کړې چې له افغانستان سره د نورو مرستو لپاره به په ګډه همکاري کوي.