ولسمشر غني: د "ناکامورا" نيمګړې پروژې بشپړېږي

آرشیف

د افغانستان جمهور رییس وايي، حکومت ژمن دی چې د ډاکتر تیتڅو ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

محمد اشرف غني دا خبرې نن د جاپاني بشرپاله ډاکتر تیتڅو ناکامورا د وژنې د لومړي تلین په مناسبت په یوه ویډیويي پيغام کې کړي.

هغه زياتوي: "ترهګرو له موږ یو ښکلی انسان واخیست خو د هغه ځلانده میراث او کاري روحیه به د افغانانو د راتلونکو نسلونو په زړونو کې وي"،د افغانستان حکومت په لویه پکتیا او کابل کې د ځنګلونو، کرنیزې پراختیا او د اوبو د مدیریت په برخه کې د هغه (ډاکتر ناکامورا ) د پروژو عملي کولو ته ژمن دی څو د افغانستان د سمسورتیا لپاره د هغه( ډاکتر ناکامورا) هیلې پوره شي."

ډاکتر تیتڅو ناکامورا چې کلونه یې د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې خدمت کړی و د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په څلورمه په ننګرهار کې د یوه وسله وال برید هدف وګرځېد او د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.