پکتيا چارواکي: موټربم چاودنې ٣ کسه وژلي او ١٩ ټپيان دي

آرشیف

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې تېر ماښام په یوه موټربم چاودنه کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.

د پکتیا د والي ویندوی عبدالرحمان منګل وویل چې دا برید د ګردېز – خوست لاین په ساحه کې وشو، ده د پېښې د نورو جزییاتو په اړه وویل: "نن ماښام د هیواد او سولې دښمنانو له لوري د پکتیا مرکز ګرديز خوست په لین پر امنیتي ګزمې موټر بم چاودنه شوې چې په پایله کې یې بدبختانه ۳ تنه د ملي امنیت سرتېري شهیدان شوي، ۱۴ تنه عام ملکي وګړي ټپیان شوي او په یاده سیمه کې عامه شتمنیو، مارکیټونو او دوکانونو ته هم مالي زیان اوښتی دی."

تراوسه د دولت وسله والو مخالفو ډلو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.