ايران د يوه نوي تصویب شوي قانون د نه تطبیق لپاره شرط کېښود

محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف وايي، هغه قانون چې د دغه هېواد په پارلمان کې تصویب شوی، په هغه صورت کې نه تطبیق کېږي چې پر ایران نړیوال بندیزونه لېرې شي.

د ایران پارلمان یو قانون تصویب کړ چې پر اساس یې د دغه هېواد د اټومي پروګرام د چټکتیا غوښتنه شوې ده.

ظریف پرون د ویډیو له لارې د ایټالیا یوه دیپلوماتیک کنفرانس ته وویل، دا قانون به تطبیق کړي ځکه چې دا د ایران قانون دی، بېرته اخیستل کېدای نه شي.

ده په عین حال کې وویل، وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ په یو اړخیز ډول د ایران او نړیوالو قدرتونو د ۲۰۱۵ کال له موافقې ووته او بندیزونه یې له سره ولګول، دا د ایران حق دی چې د موافقې شرطونه په بشپړ ډول عملي نه کړي.

د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي چې چې که ایران لومړی په کلکه د اتومي موافقې شرطونه عملي کړي، متحد ایالتونه به موافقې ته بېرته وروګرځي.