په بریتانیا کې سر له ننه د "کوېډ١٩" ضد واکسین تطبیق پيلېږي

آرشیف

بریتانیا لومړنی لوېدیځ هېواد دی چې د کوویډ نولس پر ضد عمومي واکسیناسیون ته یې اجازه ورکړه.

په بریتانیا کې سر له نن څخه سلګونو زرو خلکو ته د کرونا ویروس پر ضد واکسیناسیون پیلېږي.

ټاکل شوې چې فایزر کمپنۍ د دغه هېواد روغتیا وزارت ته ۸ لکه ډوزه واکسین وسپاري چې ۴ لکه تنو ته یې پیچکاري کړي.

د بریتانیا د روغتیا وزیر مټ هانکاک د چهارشنبې په ورځ وروسته له دې چې هېواد یې د امریکا د فایزر او د جرمني بایو این ټیک کمپنیو له لوري جوړ شوي واکسین ته د تزریق اجازه ورکړه، اعلان وکړ چې د کوویډنولس په وړاندې مرسته په لاره ده.

د دغه واکسین درېیم یا وروستي پړاو ثابته کړه چې د کرونا ويروس په مخنیوي کې ۹۵ سلنه اغېزمن دي او حتی بوډاګان هم د دې ويروس په وړاندې ساتي.

د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو هم په بریتانیا کې د واکسین بریالیتوب ته سترګې نیولې او وايي چې په بل ګام کې دوی هم دا واکسین خپلو هېوادوالو ته ورکوي.

د کرونا ويروس پر ضد واکسین که له یوې خوا انسانانو ته د دې خطرناک ويروس په وړاندې مقاومت ورکوي له بلې خوا د نړۍ اقتصاد، چې په تېر نژدې یو کال کې د دې ويروس له کبله سخت زیانمن شوی دی، بېرته په پښو درېږي.

د استرالیا د روغتیا وزیر ګریج هنټس وايي، له بریتانیا وروسته به استرالیا هم خپلو خلکو ته واکسین ورکړي.

په همدې حال کې د امریکا درې پخواني ولسمشران بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش او بیل کلنټن د دې لپاره چې د کرونا واکسین پر خوندیتوب د خلکو باور ترلاسه شي، په خپله خوښه حاضر شوي چې د کامرو په وړاندې واکسین وکړي.

دا درې سیاسي مشران هیله من دي چې دا ډول اقدام به د کرونا واکسین په اړه د امریکا ټولنې ته مثبت پیغام ورکړي او عام خلک به پرې باورمن شي.

د امریکا د خوړو او درملو اداره د فایزر او بایو این ټیک کمپنیو پر واکسین څېړنه پیل کړې او تمه کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې د دغه واکسین خوندیتوب تایید کړي.

د امریکا روغتیايي چارواکو ویلي چې ښايي د روان دسمبر تر نیمايي پورې په دغه هېواد کې واکسیناسیون پیل شي.