"د کانونو د کیندنې لپاره په۲۳ ولایتونو کې ۴۷ سیمې تصویب شوې"

ارشیف، په سرپل کې یو کان

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت په هېواد کې د کانونو د قانوني کېدنې په هدف د ځينو اقداماتو خبره کوي.

د کانونو او پټروليم وزير محمد هارون چخانسوري د پنجشنبې(د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، د قانوني کېندنو لپاره ځيني اقدامات تر لاس لاندې نيول شوي چې په عملي کېدو سره به يې په دې سکټور د خلکو تللی باور بېرته ترلاسه شي.

ښاغلی چخانسوري وايي، د افغانستان په شااوخوا ۲۳ ساحو کې د کانونو غيرقانوني کېدنه روانه ده، خو نوموړی په دې برخه کې ډېر جزئیات نه ورکوي.

په دې کاني سیمو د راتلونکي پنځه کلونو لپاره ۸۰۰ ميلیونه افغانۍ پانګونه کېږي او شااوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

دی وايي: "غیر قانونی استخراج په درې برخو کې دی، ولسي استخراج هغه ساحې چې خلک ترې تغذيه کوي او دا هغه خلک دي چې بې وسه دي، دويم زورواکي دي چې په يو شمېر سيمو کې په کانونو ځان اچولی، درېيم د افغانستان دښمنان دي چې ترورېزم پياوړی کوي."

د کانونو او پټرولیم د وزیر له قوله، په غیرقانوني ډول د کانونو د کېندلو د مخنیوي لپاره له امنيتي بنسټونو سره په ګډه کار روان دی، څو یې مخه ونيول شي.

د کانونو او پټروليم وزير محمد هارون چخانسوري

هغه وايي، د افغانستان اقتصاد عالي شورا هم په يو تازه اقدام کې د هېواد په شااوخوا ۲۲ ولايتونو هغه ۶۷ ساحې چې ډول- ډول کانونه په کې دي او باید وکېندل شي، تصويب کړي.

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزير زیاتوي، هغه ساحې چې تصويب شي د‌ داوطلبۍ او عملي کارونو وروسته به له دې ساحو په کلني ډول شااوخوا ۱۵۰ ميلیونه افغانۍ عايد ترلاسه شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دې ساحو د راتلونکي پنځه کلونو لپاره ۸۰۰ ميلیونه افغانۍ پانګونه کېږي او شااوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا سازمان د کانونو د کېندنې په برخه کې د روڼتیا په نشتون اندېښنه ښيي.

د دې بنسټ څېړونکي او وياند ناصر تيموري ازادي راډيو ته وویل، که څه هم حکومت اقدامات کړي، خو بسنه نه کوي: "د حکومت د هڅو سره- سره لا هم د کانونو په وزارت کې د شفافيت په اړه د خلکو رضايت ټيټ دی. په قراردادنو کې د شفافيت نشتون، کمزوري رهبري هغه څه دي چې لا هم په وزارت کې ستره ننګونه ده او دا د دې ښکارندوي کوي چې د حکومت دغه سکتور لاهم په برخه کې ضعيفه دی."

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو له مخې هغه سروې چې د افغانستان د جيولوژي برخې بنسټونه د بهرنيانو په همکارۍ کړې په افغانستان له ۱۴۰۰ څخه زيات کانونه شته چې ټولیز ارزښت درې تریليون ډالره دی.