بشر حقونه: ازربایجان کې له اسیرو ارمني سرتیرو سره ناوړه چلند شوی

ارشیف، په نګورنو قرباغ سیمه کې ارمني سرتیري

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، د نګورنو قره باغ په جګړه کې له اسیر شوېو ارمني ټبره سرتېرو سره ناوړه بشري چلند شوی دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې وهل ډبول او سپکاوی د هغو ناوړه کړنو له ډلې دي چې ارمني ځواکونو سره د اسارت پر مهال شوي دي.

په راپور کې راغلي، ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې یو شمېر ویډیوګانې ښيي چې ازربایجاني ځواکونه د جګړې اسیران په سوکانو او لغتو وهي.

د راپور پر بنسټ اسیر شوي ارمنیان مجبور شوي چې د اذربایجان بیرغ ښکل کړي، د اذربایجان د ولسمشر الهام عليیف ستاینه وکړي او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان ته سپکې سپورې ووايي.

هیومن رایټس واچ ویلي، دوی چې له ارمني ځواکونو سره د ناوړه چلند خپرې شوې ویډیوګانې څیړلي، ۱۴ هغه یې ریښتیا ختلې دي.