پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د وروستۍ هوکړې هرکلی کړی

قطر کې د سولې غونډه

پاکستان د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د وروستۍ هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د سولې د خبرو د وړاندې تګ لپاره یو مهم پرمختګ یاد کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره شپه په څو ټویټونو کې ویلي چې د خبرو لپاره د کړنلارې پرسر دغه هوکړه د مذاکرتو له لارې یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د دواړو لورو ګډه اراده څرګندوي.

دغه راز ویل شوي چې پاکستان به د بین الافغاني خبرو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د یوه هر اړخېز او پراخ سیاسي جوړ جاړي له لارې یوه باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان ته لاره هواره شي.

د امریکا، ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون د افغانستان په مسئله کې ښکېلو یو شمېر نورو لورو هم د دغه پرمختګ چې په ۱۹ کلو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان دولت او طالبان یو سند لاسلیک کوي چې په کې د سولې د خبرو کړنلاره روښانه شوې، هرکلی کړی دی.