له ایرانه د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره واردات پيل شول

ارشیف

له ایرانه د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره په ازمایښتي ډول افغانستان ته واردات پيل شول.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډيو ته وویل، په دې اورګاډي کې ۵۰۰ ټنه سمنټ انتقال شول.

ښاغلی فرهاد زیاتوي: "هیله‌من یوو چې د دې پټلۍ له رسمي پرانیستو سره به د اقتصادي، ترانزیټي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د حمل‌ونقل نوی باب پرانیستل شي."

د ایران مهر اژانس خبر ورکړ چې تمه ده په راتلونکو ۱۰ ورځو کې به په رسمي ډول د اورګاډي دا لار د افغانستان او ایران ولسمشران پرانیزي.