اترا: د ارزګان ۶۵ فیصده سیمه کې مخابراتي شبکې فعالې نه‌دي

د مخابراتي شبکې یو انتن

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وایي، د ارزګان په ۶۵ فیصده سیمه کې مخابراتي شبکې فعالې نه‌دي.

په دغه ولایت کې د اترا مسؤل جاوېد خپلواک ازادي راډیو ته وویل: "په ارزګان کې تقریباً ۳۵ فیصده ساحه تر مخابراتي پوښښ لاندې ده او نورې ساحې د طالبانو د تهدید له امله ۲۴ ساعته له مخابراتي خدماتو بې‌برخې دي."

ښاغلي خپلواک زیاته کړه چې په وروستیو کې یې له څلور نیم کاله وروسته په خاص ارزګان، چوره او دهراوود ولسوالیو کې مخابراتي خدمات پيل کړل چې په چوره کې یې بېرته طالبانو مخه ونیوله.

طالبانو په ځینو نورو ولایتونو کې بیا مخابراتي شبکې یوازې د شپې په مخه بندې کړې دي.