اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د 'لاجورد' هدف د خصوصي فلمونو تولیدوونکو هڅول و

د لاجورد په نوم د فلمونو فستیوال

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي د لاجورد په نوم د فلمونو د فستیوال عمده هدف د خصوصي فلمونو د تولیدوونکو هڅول و.

په کابل کې دغه فستیوال ۱۰ ورځې مخکې پیل شوی و چې په لسګونه هنري، مستند او نور فلمونه په‌کې نندارې ته وړاندې شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند پرون سې شنبه دغه فستیوال د خصوصي فلم جوړوونکو لپاره مهم وباله: "موږ دغه جشنواره د همدې لپاره پیل کړه چې په خصوصي برخه کې سینماګران او د فلم مخکښان خپلو دندو ته متوجې او وهڅول شي. زیات فلمونه او مستند وو چې خصوصي پروډکشنونو جوړ کړي وو. د هیئت تر ارزونې وروسته هغوی ته په بېلابېلو برخو کې جایزې ورکړل شوې."

په دغه فستیوال کې د ۲۱۰ فلمونو له ډلې ۵۵ غوره فلمونه د اصلي سیالۍ لپاره غوره شوي وو چې د کابل په ۹ سالونونو کې نندارې ته وړاندې شول.

افغان فلم پرون په یوه اعلامیه کې وویل، نږدې ۵،۰۰۰ کسانو دغه فلمونه وکتل.