د نړۍ د موټر ځغاستې د فورمول اتل "همیلټون" په کرونا ویروس اخته شو

لویس همیلټون

د نړۍ د موټر د ځغاستې د فورمول یو اتل لویس همیلټون په کرونا ویروس اخته شوی دی.

همیلټون به اوس د اونۍ په پای کې په بحرین کې د موټر د ځغاستې په وروستیو لوبو کې له ګډون کولو بې برخې شي.

د همیلټون د کرونا ازموینه تېره اونۍ درې ځله وشوه او هرځل منفي وه، خو د دوشنبې په سهار ده له خوبه تر راویښېدو وروسته د کرونا ويروس نښې لرلې او چې کله یې معاینات وشول، ټسټ یې مثبت و.

پنځه دېرش کلن همیلټون په وروستیو کې د فورمول یو موټرو اتلولي د اووم ځل لپاره خپله کړه چې دا په نړۍ کې بیسارې ده.