تېر کال ټوله نړۍ کې ١٢ ميليونه کسان پر ايډز اخته شوي

آرشیف

د ایډیز نړیواله ورځ نن په داسې وخت کې لمانځل کېږي، چې په نړۍ کې یو مخ متفاوته وبا خپره شوې ده.

د ایچ ای وي او ایډز لپاره د ملګرو ملتو اجراییي مشره وایي، د خلکو باید د ایچ ای وي تجربه په یاد وي چې دوی د کويډ١٩ ناروغۍ د واکسین ژمنې کوي او ډاډ ورکوي چې دا یوازې د بډایه خلکو لپاره نه دی.

واني بینیما په یوه بیان کې وویل، چې نړۍ باید له هغې تیروتنې زده کړه وکړي چې د ایچ ای وي په وخت په میلیونونه کسان په مخ په وده هېوادونو کې درملنې ته د انتظار لپاره مړه شول.

د ملګرو ملتو د راپور له مخې چې تېره اونۍ یې خپور کړ، پروسږکال دولس میلیونه کسان چې په ایچ ای وي اخته وو درملنه یې ترلاسه نه کړه.

په ټوله نړۍ کې تر اته دېرش میلیونه ډېر کسان اوس په ایچ ای وي اخته دي.

د اتیایمې میلادي لسیزې له پیله چې د ایډز ناروغي پیل شوې ده تر اوسه یې په نړۍ کې نږدې درې دېرش میلیونه کسان وژلي دي.

له نولس سوه اته اتیایم کال راهیسې د ایډز نړیواله ورځ هر کال د ډسمبر په لومړۍ لمانځل کېږي.