د ناټو د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي

د ناټو بيرغ

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه کوي.

دا دوه ورځنۍ غونډه په داسې حال کې پیلېږي، چې د دغه پوځي تړون ماموریت په افغانستان کې ستونزمن شوی دی، ځکه چې د دې تړون مهم غړی د امریکا متحد ایالات غواړي چې د جنوري تر پنځلسمې له خپلو څلور نیم زره پوځیانو څخه دوه زره له افغانستانه وباسي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ تر غونډې یوه ورځ مخکې وویل: "هیڅوک نه غواړي چې په افغانستان کې تر اړتیا زیات پاتې شي، په راتلونکو میاشتو کې به خپل حضور حالاتو ته په کتو وارزوو، په یوه سخته دوه لارې کې یوو."

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه، که ځواکونه له افغانستانه باسي، دا خطر شته چې دا سیمه د نړیوالو ترهګرو په پناهځای بدله شي او که پاتې شي دا وېره شته چې یو اوږد ماموریت به یې له شخړو سره مل وي.

امریکایي ځواکونه د ناټو د پوځیانو هوایي ملاتړ کوي او د ترانسپورت او لوژیستیک په برخو کې مرسته ورسره کوي.

ناتو په افغانستان کې اوس نژدې یولس زره سرتیرې لري.