د ډونالډ ټرمپ يوه سلاکار استعفا وکړه

سکاټ اتلاس

هغه ډاکټر چې د کرونا ویروس د خطر د څرنګوالي په اړه یې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته مشورې ورکولې، له دندې استعفی وکړه.

ولسمشر ټرمپ ته د ډاکټر سکاټ اتلاس مشورې په سپینې ماڼۍ کې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې ټیم له نظریو سره په ټکر کې وې.

نوموړي د کرونا ویروس د خپرېدو د کنټرول لپاره د قرنطین مودې پر اوږدولو، د ښونځیو پر تړلو او د ماسک اغوستلو پر اهمیت شک ښوده.

د امریکا د ساري ناروغیو وتلي متخصص انتونیو فوچې د ډاکټر اتلاس پر هغو معلوماتو انتقاد کاوه چې ولسمشر ټرمپ ته یې ورکول.

ښاغلي فوچي، هغه معلومات ناسم او ګمراه کوونکي بلل.

اتلاس د اعصابو ډاکټر وو او په پرله پسې ډول یې د ماسک اغوستل بې اهمیته ښودل.

ډاکټر اتلاس پر ټویټر د یوه لیک په خپرولو سره چې د ډسمبر لومړۍ نېټه ورکړل شوې وه، ولسمشر ته د خپلې استعفی د پرېکړې په اړه وویل.

نوموړي، چې ویل کېږي د عامي روغتیا او ساري ناروغیو په برخه کې یې رسماً تجربه نه درلوده ، څلور میاشتې د ولسمشر د سلاکار په توګه کار کړی او د موقت قرارداد نېټه یې روانه اونۍ ختمېدله.