کونړ سيمه‌ييز چارواکي: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زيات شوى

آرشیف

د کونړ د ښځو د چارو ریاست وايي، په دې ولایت کې د ښځو خلاف تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د کونړ د ښځو چارو رییسې سهیلا بابر ازادۍ راډیو ته وویل، د تېرو کلونو په پرتله د ښځو خلاف د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي او یو لوی علت يې روان جنګونه او د لیک لوست کموالی دی.

مېرمن سهیلا همداراز وویل، هڅه یې پیل کړې چې ښځې او نارینه د یو بل له حقونو خبر او تاوتریخوالي کم کړي.