د ارزګان چارواکي: د کرونا ويروس پېښې ۴۰ سلنه ډېرې شوي

آرشیف

د ارزګان د عامې روغتیا ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې د کرونا ويروس پېښې د تېرې میاشتې په پرتله په سلو کې ۴۰ ډېرې شوې دي.

د دې ولایت د عامي روغتیا په ریاست کې د ساري ناروغیو په وړاندې د چټک غبرګون د برخي مسوول ډاکټر سعید نوراغا سعادت ازادي راډيوته وویل چې په وروستیو ورځو کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

ښاغلي سعادت دا هم وویل، چې د کرونا ويروس له پیله تراوسه په ارزګان ولایت ۶۴۱ سمپلونه اخیستل شوي چې له معاینې وروسته ۹۳ مثبتې او ۵۴۰ مفي پېښې وې او پاتې په لابراتوار کې تر پروسس لاندې دي.