نامعلومو وسله والو په شمالي وزیرستان کې ۴ قبایلي مشران وژلي

آرشیف

نامعلومو وسله والو په شمالي وزیرستان کې څلور قبایلي مشران ووژل.

د سیمې اوسېدونکو او پولیسو ازادي راډیو ته وویل، پر قبایلي ملکیانو پرون هغه مهال له یوه بل موټر څخه ډزې وشوې چې هغوی د میرعلي د سیمې په خیسور ښارګي کې په موټر کې روان ول.

حمله کوونکي د پېښې له ځایه وتښتېدل.

تراوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال عیدالرحمان وايي، په سیمه کې یې دا ډول پېښې پر له پسې کېږي او خلک یې اندېښمن کړي دي.